امنیت

په ډنډغورې کې د جګړې لومړۍ کرښه د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغله

کابل باختر د  کب څلورمه :
په پلخمرې ښار پورې اړوند ډنډغوري کې د خورشيد – ٢٠ عملياتو په دوام  د نيازالله کلي چې د طالبانو د جګړې لومړۍ کرښه وه؛ نن له ټولو سنګرونوسره يې د امنيتي ځواکونولاس ته ورغله .
د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ د تروريزم پرخلاف د مبارزې آمر څارنمن نظيف الله خرمي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د پوځي قوتونو د دغو پراخو عملياتو په بهيرکې چې د هوايي ځواکونو او د کومانډو د منسوبينو په ملاتړ د ډنډغوري د نيازخيلو د کلي په ساحه کې ترسره شول؛ د طالبانو دفاعي کرښه د نهو تنو طالبانو په وژل کيدو او د پنځلسو تنو نورو طالبانو په ټپي کيدو سره دړې وړې شوه او د نياز الله د کلي کنترول چې د عملياتوله پيل څخه تر اوسه پورې د طالبانو په لاس کې و؛ د امنيتي ځواکونولاس ته ورغى .
خبرحاى وويل چې همدا اوس په سلګونوتنه افغان پوځيان په پرمختګ سربېره د کورونو په لټولو او د ښخ کړى شويو ماينونو په شنډولو بوخت دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته