خبرونهاقتصادټولنه

د غزني د برېښنا ریاست ۱۴۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

کابل، د لېندۍ ۲ مه، باختر

د غزني د برېښنا ریاست مسئولین وایي چې د افغانستان برېښنا شرکت دغه ریاست ته د روان مالي کال په شپږو میاشتو کې ۵۷ میلیونه افغانۍ عواید هدف ټاکلی و، خو د غزني برېښنا شرکت په اوو میاشتو کې ۱۴۰ میلیونه افغانۍ عواید را ټول کړي، چې دغه شمېره له ټاکل شوي هدف څخه دوه برابره لوړه ده.

د غزني برېښنا رئیس حافظ صلاح الدین توکلي د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې یاد ریاست د تېر کال په اوو میاشتو کې ۱۱۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي وو، خو سږ کال دغه ریاست په یاده موده کې ۱۴۰ میلیونه افغاني عواید راټول کړي او ۶۵ میلیونه افغانۍ د یاد ریاست په حکومتي ادارو او عام ولس پاتي دي.

نوموړي د یادو عوایدو د زیات والي لامل، په یاد ولایت کې د برېښنا د پېردونکو زیاتوالی ښيي او زیاتوي چې یوازې د روان کال په شپږو میاشتو کې د دغه ریاست درې زره پېريدونکي زیات شوي.

د یادونې وړ ده، چې  په هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته یاد ریاست په دغه ولایت کې څه باندې ۱۰ زره کورنیو ته برېښنا برابره کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته