کابل باختر دکب دوه ويشتمه :
دننګرهار ولايت له پوځي اکاډمى څخه د پوليسو يوسلو اوولس تنه سرتيري فارغ شول.
دغو سرتيرو د اتو اوونيو لپاره په بېلابېلو پوځي برخوکې په دغې اکاډمى کې زده کړې وکړې.
د ننګرهار ولايت د پوځي اکاډمى قوماندان مفاد خان رحيمزي د باخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه سرتيري همدا اوس د افغانستان په بېلابېلو سيموکې په نظامي واحدونوکې د ځاى پرځاى کيدو په حال کې دي.
د ترلاسه شويو شميرنو له مخې: ددغې پوځي اکاډمى له جوړيدو څخه تراوسه پورې څه ناڅه اته شپيته زره يوسلو يو اويا تنه ځوانان دافغان ښوونکو له خوا روزل شوي دي.
په دغو ځوانانوکې د پوليسو پوځي واحدونو ته نوى جذب شوي کسان او د دغو واحدونو برحال سرتيري شامل دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ