سیاست

دکورنيو چارو وزارت اود ناټو ويندويان د مخالفينو دبريدونو زيا توالي ردکړ.

کابلباختردجوزا٤
دکورنيو چارو وزارت ويندوى نن دناټو دملکي برخې اودايساف له ويندوى سره په يوه ګډه خبري غونډه کې په روان کال کې په افغانستان کې دوسله والو مخالفينو دبريدونو د زياتوالي په باب دآنسوموسسې څرګندونې ردې کړې.
دغې موسسې په يورپوټ کې ويلي دي چې په روان کال کې دوسله والومخالفينو بريدونه زيات شوي دي .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، دکورنيو چارو وزارت ويندوى صديق صديقى هغه شميرنې چې ددغې مو سسې له خوا وړاندې شوي دي له حقيقت څخه لرې وبللې.
په دغو شميرنو کې ويل شوي دي چې دروان کال په دريو مياشتو کې دتيرکال ددريو مياشتو په نسبت په افغانستان کې د وسله والو مخالفينو بريدونه په سلو کې ٤٧ زيات شوي دي .
ده دغه شميرنې په بشپړه توګه بې بنسټه وبللې او وي ويل چې هغوى دامنيتي پيښو د ارقامو د وړاندې کولو مسوليت نه لري، يوازې دافغانستان امنيتي ځواکونه دغه مسو ليت لري .
دکورنيو چارو وزارت ويندوى زياته کړه چې د ملي پوليسو ځواکونه دترو رستي او ورانکارو فعاليتونو دځپلو لپاره په چاڼيزو عملياتو کې له يرغليزو تکتيکونو څخه کار اخلي .
دغه راز صديقى د کورنيو چارو وزارت لس کلن پلان ته اشاره وکړه او وي ويل، د کورنيو چارو وزارت دلس کلن پلان په تدوين سره په دې بريالي شوي دي چې دپوليسو د مسلکي کولو او وګړنيز کولو په لاره کې يو سترګام واخلي.
صديقى هم دپارلمان ديوشمير وکيلانو د بې ځايه لاس وهنو يادونه وکړه اودغه لاس وهنې يې دقانون د تنفيذ اود امنيت د تامينولو په لاره کې ددغې وزارت دزيات کار خنډ و باله.
دغه راز په افغانستان کې دناټو ملکي ويندوى په دې غونډه کې وويل، دافغانستان د بهرنيو چارو د وزير ،دملګرو ملتو دسازمان اود اروپا د اتحاديې داستازو په ګډون د ناټو اود ايساف دپنځوسو غړو هيوادونو وزيران به دافغان ځواکونو د امنيتي پرمختګونو او په افغانستان کې د ايساف د ماموريت په باب سبا د ناټو په مقرکې خبرې و کړي .
دده دڅرګندونو له مخې، په دغو خبروکې هيله کيږي چې دغه وزيران يو داسې تفاهم ته ورسيږي چې په هغه کې دافغان امنيتي ځواکونو دشفافيت اوحسا ب ورکولو اوپه راتلوونکو مرستو کې ډاډ ترلاسه کړي.
په همدې ترتيب دايساف ويندوى وويل، دځمکنيو عملياتو په سلو کې نوي مسوليت افغان امنيتي ځواکونو ته سپارل شوي دي ،دهيواد امنيتي حالت د تيرو کلونو په پرتله ښه شوي دي او افغان امنيتي ځواکونه ددې ځواکمني لري چې تر٢٠١٤ کال پورې دافغا نستان بشپړ امنيتي مسوليت په غاړه وا خلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته