ټولنه

دعامې روغتيا وزيرپه غزني کې د وروستۍ پيښې دټپيانوپوښتنه وکړه

_ کابل  باختر  د ثور د مياشتې ٢١ :
دعامې روغتيا وزير  داستقلال او اندراګاندي په روغتونونوکې دکابل  _ قندهار په لويه لاره کې   دوروستۍ ترافيکي پيښې دټپيانو دا حوالو پوښتنه وکړه.
دباخترآژانس  خبريال خبرراکړ :
په دغو دوو روغتونونو کې  ددغې پيښې شل تنه ټپيان  تردرملنې لاندې دي.
دعامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز دټپيانو داحوالو دپوښتنې په وخت کې ډاکترانو ته لارښوونه وکړه چې دهغوى په درلمنه کې چې دسوځيدنې سخت ټپونه لري ، له هر ډول امکاناتو څخه کار واخلي.
ديادونې وړده : د دوو ښحو په ګډون شپاړلس ټپي لويان داستقلال په روغتون کې او څلورماشومان د اندراګاندى دماشوم د روغتيا په روغتون کې تر درملنې لاندې دي .
په وروستۍ ترافيکي پيښه کې چې دغزني ولايت په مربوطاتو کې   وشوه څلور اويا تنه ووژل شول او نږدې څلويښت  تنه نور ټپيان شول .
ويل کيږي : ددغې پيښې يو شمير ټپيان  دغزني په روغتون کې دي او کندهار ته هم ليږدول شوي دي.
د عامې روغتيا وزير د دغو ولايتونو دعامې روغتيا چارواکو ته  هم لارښوونه کړې ده چې د ټپيانو د درملنې په برخه کې هلې ځلې  وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته