ښوونه او روزنه

خبرتيا

کابل باختر د لړم  شپږ ويشتمه :
دپوهنې وزارت خبرتيا
  څرنګه چې د ١٣٩٧ تعليمي کال په بهير کې پرله پسې  رخصتى دتعليمي نصاب  دنه بشپړيدو سبب  شوې او له هغې ژمنې سره سم چې دپوهنې وزارت دتعليمي کال په پاى کې دنصاب په بشپړولو ژمنه  کړې وه دهېواد د سړو سيمو دټولو ښوونځيو مسوولينو ښوونکو او زده کوونکو ته خبرورکول کېږي چې دباميانو ،دايکنډي  ، روزګان ، غور اوپنجشير  په ولايتونوکې دښوننځيو دزد کوونکو کلني ازموينې په پخواني  ډول لومړنى ښوونځي  دلړم دمياشتې له ٢٥ نيټې څخه تر ديرشمې نيټې پورې او د منځنيو ښوونځيو او ليسوازموړينې دروان کال دليندى دمياشتې له لومړى نيټې څخه تر پنڅځلسمي  نيټې  پورې واخستل شي .
دغه راز دهېواد دنورو سړو سيمو دولايتونو کلنى  ازموينې  لومړني ښوونځي دليندى دمياشتې له لومړى  نيټې څخه او دمنځنيو ښوونځيو اوليسو ازموينې دروان کال دليندى دمياشتې په پنځلسمه  نيټه  پيل او له مهال ويش  سره سم پاى ته رسيږي .   ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته