ورزش

دپوهنتونونو دواليبال دټيمونو ترمنځ سيالۍ پيل شوې .

کابل باختر د تلي نهه ويشتمه :
دپوهنتونونو دواليبال دجام سيالۍ پرون په کابل کې پيل  شوې .
دبدني روزنې او ورزش درياست دواليبال  فدراسيون  مرستيال عارف پيمان دباختراژانس خبريال ته وويل  ددغو سياليو په لومړي پړاوکې دکاردان دخصوصي پوهنتون دواليبال  ټيم دصفر په مقابل کې په دريو سره دامريکايي  پوهنتون پر ټيم او دکابل پوهنتون ټيم ددوو په مقابل کې  په دريو سره داستاد رباني دښوونې او روزنې پوهنتون  دواليبال په ټيم بريالي شول .
دغه سيالۍ دخصوصي او دولتي پوهنتونونو دشپږوټيمونو ترمنځ  دکابل پوهنتون  په جمنازيوم  کې پيل شوې دي چې هره ورځ له غرمې  وروسته تعقيبيږي  .
پيمان ددغوسياليو هدف دمحصلانو ترمنځ دواليبال دورزش وده وبلله  او ويې ويل، دواليبال  فدراسيون په پام کې لري چې دمحصلانو له غوره څيرو څخه دملي ټيم ترکيب انتخاب کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته