امنیت

په لوګرکې د طالبانو يو قوماندان ووژل شو

کابل باختر دتلي څلورمه :
د وسله والوطالبانو يو جګپوړي قوماندان په لوګر ولايت کې دسيمه ئيزو پوليسوله سرتيرو سره د جګړې په بهيرکې ووژل شو .
دغه جګړه تېره شپه ناوخته دپل علم ښار په کمال خيلو سيمه کې هغه وخت ونښته چې د سيمه ئيزو پوليسو يوه ګزمه له وسله والو طالبانو سره په جګړه لاس پورې کړه.
په دې نښته کې ددغه قوماندان يو همکار هم وژل شوى دى او يوبل طالب ټپي شوى دى .
دلوګر ولايت دامنيې قوماندانۍ د امنيت آمر رييس خان صادق باخترآژانس ته وويل چې په دې نښته کې د وسله والو طالبانو يو قوماندان او يوطالب وژل شوي دي اويوبل طالب ټپي شوى دى .
ده تاييد کړه چې په دې جګړه کې د سيمه ئيزو پوليسو يوسرتيري هم ټپي شوى دى.
دغه امنيتي مسوول په دې نښته کې د طالبانو د وژل شوى قوماندان هويت افشا نه کړ، خو ويې ويل چې دغه قوماندان په پل علم ښارکې د زياترو تروريستي پيښو سازمان ورکوونکى و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته