سیاست

د منتخب جمهور رييس د لوړې مراسم سبا د کورنيو او بهرنيو ميلمنو په وړاندې د جمهوري رياست په اړک کې پرځاى کيږي

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٦
د منتخب جمهور رييس دلوړې مراسم سبا دکورنيو او بهرنيو ميلمنو په وړاندې د جمهوري رياست په اړک کې پرځاى کيږي.
دباختر آژانس دخبرله مخې: په هغې خبرپاڼه کې چې له همدې امله د چارو د ادارې د اطلاعاتو او دعامه اړيکو رياست له لارې خپره شوې ده؛ ويل شوي دي: دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي ددغې پيښې د نمانځې او پرځاى کولو په مقصد د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا دلوى رييس صادق مدبر په مشرۍ عالي دولتي کميسيون موظف کړ او دغه کميسيون د روان کال د ثور دمياشتې له اوولسمې نيټې څخه خپل کار دبيلابيلو حکومتي برخو د اړوند د مسوولينو په ګډون پيل کړ.
کميسيون دچارو د ښه پرمخ بيولو په مقصد د امنيتي، فرهنګي، خدمتونو او تشريفاتو په ګډون څلور فرعي کميټې دکميسيون په چوکاټ کې موظفې کړې.
کميسيون د لوړو د مراسمو کورني ميلمانه په ١٣ ډلو رابللي دي.
دغه راز د بهرنيو چارو وزارت د دوستو او ګاونډيو هيوادونو جمهور رييسان، صدراعظمان، د صدراعظم مرستيال او د بهرنيوچارو وزير په دغو مراسموکې د ګډون لپاره رابللي دي.
کميسيون د جمهوري رياست د دواړو نوماندانو له موافقې وروسته د دوى د استازو په ګډون غونډه وکړه او د ميلمنو د رابللو په باب له هغوى سره همغږي شوې ده.
د لوړې د مراسمو امنيتي ترتيبات له امنيتي ځواکونو سره په همغږۍ کې په ډير ښه ډول نيول شوي دي .
کميسيون د خپل کار په بهيرکې تل د لوړې د مراسمو د بهرنيو ميلمنو د هرکلي لپاره د کابل د نړيوال هوايي ډګر او دغه راز ارګ او هوايي ډګر ته د غځيدلو سړکونو د برابرولو او دغه راز د جمهوري رياست د ارګ د سلام خانې ماڼۍ چې د لوړې مراسم پکې پرځاى کيږي؛ کتلې دي او د چارو د ښه ترسره کولو په باب يې اړوندو مسوولينو لازمې لارښوونې کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته