فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالباري جهاني د اسلامي کنفرانس په نهمه ناسته کي ګ‌‌‌‌‌‌ډون وکړ

کابل باختر د ليندى ديرشمه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالباري جهاني د اسلامي کنفرانس په نهمه ناسته کي ګ‌‌‌‌‌‌ډون وکړ.
د اسلامي همکاریو د سازمان په کوربه توب، دغه غونډه چي د څه باندي دېرشو هیوادونو د ګرځندوی وزیران او لوړپوړي پلاوي ګ‌‌‌‌‌‌ډون پکښي لري، نن د نایجیرهیواد په پلازمېنه نیامي ښار کي پيل سوه، چي درې ورځي به دوام کوي.
باخترآژانس ته په رارسيدلي خبرکي ويل شوي دي.
د اسلامي کنفرانس د نورو غونډو په دوام، په دغه ناسته کي د اسلامي هیوادونو تر منځ د همکارۍ پر پراخولو سربېره، د ګرځندوی او روانو حالاتو په هکله بحثونه پيل سول. د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر، د اسلامي کنفرانس په دغه ناسته کي چي پر ګرځندوی صنعت به هم خبري پکښي کېږي، په داسي حال کي ګ‌‌‌‌‌‌ډون کوي چي نږدې څو میاشتي وړاندي یې د ګرځندوی نړیوال سازمان د سهیلي اسیا د کمېسیون مرستیالي پر غاړه اخیستې ده. د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالباري جهاني د افغانستان د استازي او د ګرځندوی د نړیوال سازمان د سهیلي اسیا د کمېسیون د مرسنیال په توګه غونډي ته وینا وکړه. عبدالبارى جهاني د اسلامي هیوادونو د ګرځندوی د ودي د بېلابېلو اړخونو د روښانولو ترڅنګ د ګرځندوی لپاره پر امنیتي ثبات او په اسلامي هیوادونو کي د تروریستي حرکتونو پر مخنیوي تمرکز وکړ. پر اسلامي هیوادونو یې غږ وکړ چي اسلام ته د تروریزم څخه د پېښ ګواښ په مخنیوي کې په یوه سلا او ګ‌‌‌‌‌‌ډ کوښښ په زیاترو اسلامي هیوادونو کي، روانو بحرانونو ته د پای ټکی کښېږدي.
نوموړي د افغانستان روانو ناامنیو ته په اشاره ګاونډيان ملامت کړل چي د خپلو ګټو په خاطر د تروریستانو ملاتړ کوي، د اسلامي همکاریو د سازمان او ټولو اسلامي هیوادونو څخه یې وغوښتل چي پر هغو هیوادونو فشار وارد کړي او د افغانستان د مظلومو وګړو ژوند وژغوري. د اطلاعاتو او فرهنګ له وزیر سره په دغه سفر کي، د رسنیزو پالیسیو سلاکار او ویاند هارون حکیمي ملتیا کوي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته