خبرونهټولنه

هرات کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل، د غوایي ۲۸مه، باختر
د هرات ځايي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په کرخ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه پېښه په کرخ ولسوالۍ کې د یوه کاسټر موټر او موټر سایکل ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې، چې په کې ۴ تنه مړه شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.
د دغه ولایت د حوزوي روغتون د بېړنۍ خونې مسوول ډاکټر احمدفهيم افضلي د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې په دې پيښه کې مړي او ټپيان د سيمې روغتون ته ليږدول شوي دي.
مسوولینو د دې پېښې د لامل په تړاو څه نه دی ویلي خو ډېری وخت دې ته ورته پېښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له کبله رامنځته کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته