امنیت

په هرات کې ددک موسسې دواکسيناسيون دڅانګې مسوول وتښتول شو .

کابل باختر د وږي  څلورمه :
ددک دفتر دواکسيناسيون دبرخې مسوول له خپل موټر چلوونکي سره دطالبانو له خوا دهرات ولايت په ګذرې ولسوالۍ  کې وتښتول شو .
دهرات ولايت دعامې روغتيا رييس ډاکتر غلام سعيد راشد دباختراژانس خبريال ته وويل، دغه پيښه پرون دهرات ولايت دګذرې ولسوالۍ  په مربوطاتو کې هغه وخت رامنځته شوه چې دهرات ولايت دعامې روغتيا له رياست سره دهمکارۍ موسسې( دک) ددفتر دواکسيناسيون  دبرخې مسوول دګذرې ولسوالۍ دده نوکلي ته دواکسيناسيون  دموادو دليږدونې په حال کې و چې دطالبانو له خوا وتښتول شول .
دعامې روغتيا رييس وايي لاتراوسه پورې ددغو دوو تنو دبرخليک په باب  کوم خبر نه دى ترلاسه شوى .
دپيښې  عيني شاهدان وايي چې وسله والو طالبانو دغه دوه تنه ددوشاخ غره ته چې  دغوريانو په ولسوالۍ پورې اړوند او له ايران سره په ګاونډ کې دى ، ليږدولى دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته