کابل باختر د چنګاښ ٢٨ :
يو پاکستانى چې ويل کيږي وسله والوطالبانو ته دماين جوړولو ماهر و؛ په قندهار کې د ماين دچاودنې له امله ووژل شو.
دغه چاودنه پرون دپنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتوکې وشوه چې يو بل پاکستانى طالب له خپلو دوو تنو افغان همکارانو سره ووژل شول.
دقندهار د پوليسو يو مقام باخترآ ژانس ته وويل: طالبانو غوښتل دغه ماينونه خپل پټنځاى ته وليږدوي چې چاودنه وشوه اوهغوى ووژل شول.
له بله پلوه دقندهار د رسنيو دفتر دغه پيښه تائيدوي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ