سیاست

جمهور رئیس غني: بین الوزارتي کمېټه دې سیمه ییز اتصال ته لاره هواره کړي

کابل_باختر د تلې د مياشتې ٥ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د سیمه ییز اتصال شورا غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې د زیربناپه چارو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي د سیمه ییز اتصال پلان ابتدایي مسودې په هکله غونډې ته معلومات ورکړل. هغه زیاته کړه، د یادې مسودې موخه  د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان وصلول دي.
ښاغلي قیومي وویل، د سیمه ییز اتصال پلان ابتدایي مسوده د افغانستان د اقتصادي ودې، بندرونو او ترانزیتي لارو جوړولو، د صادراتو او سوداګرۍ ودې لپاره ګټوره ده. هغه زیاته کړه، سیمه ییز اتصال د محرک اقتصاد د ودې لوی عامل دی.
ډاکټر قیومي زیاته کړه، د بهرنیو چارو وزارت اقتصادي معینیت د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره په بېلابېلو برخو کې د افغانستان شوې موافقتنامې په یو سیستم کې تنظیم کړي چې د تعقیب او تطبیق په موخه یې غوره میکانیزم په پام کې نیول شوی دی.
د جمهور رئیس سلاکار څرګنده کړه، د سیمه ییز اتصال پلان ابتدایي مسوده په درې برخو انرژي، اموالو او معلوماتو تمرکز لري. هغه زیاته کړه، دغه ډول طرحې متشبثین او کوچني تولیدونکي په دې قادروي چې یو بل سره اړیکې ونیسي  او د تولید او وېش شبکو نويو ډولونو ته وده ورکوي.
ښاغلي قیومي وویل، افغانستان د سیمې د څلور لارې په توګه مرکزي اسیا له جنوبي اسیا سره نښلوي او پر دې سربېره د چابهار او ګوادر بندرونو له لارې د تودو اوبو بندرونو ته د مرکزي اسیا هېوادونو د لاسرسي زمینه برابروي.
د مخابراتو، ټرانسپورټ، فواید عامې او اقتصاد وزیرانو د یادې مسودې هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې په هغه اړه به خپل نظریات په لیکلي ډول شریک کړي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل د تخنیکي زیربنا په برخه کې په داخل او له هېواده دباندې شته ستونزې او خلاوې دې وڅېړل شي. هغه زیاته کړه، له بېلابېلو هېوادونو سره لاسلیک شوې موافقتنامې دې د لا کره توب په موخه وارزول شي او په هغه برخه کې شته خلاوې دې په اساسي توګه حل شي.
جمهور رئیس غني د منځنۍ اسیا هېوادونو، ایران  او هند سره په بېلابېلو برخو کې د افغانستان موافقتنامې ګټورې وبللې او په دې برخه کې یې د لا زیات تمرکز ټینګار وکړ.
د هېواد جمهور رئیس وویل، د سیمې او ګاونډیو هېوادونوترانزیتي لارې دې د شته ستونزو د اساسي حل په موخه وارزول شي. هغه زیاته کړه، د یادو چارو د ښه ترسره کولو او شته ستونزو د حل په موخه دې یوه بین الوزارتي کمېټه ایجاد شي او بهرنیو چارو وزارت دې د اسانچاري رول ترسره کړي.
محمد اشرف غني وویل، بین الوزارتي کمېټه دې د لوژستیکي او بشري سرچینو په پلانولو تمرکز وکړي او د اړوندو وزارتونو ظرفیتونه دې لوړ کړي. هغه زیاته کړه، د سیمه ییز اتصال شورا د پالیسۍ جوړونکي رول ترسره کوي.
جمهور رئیس وویل، بین الوزارتي کمېټه دې د سیمه ییز اتصال په برخه کې شته ستونزې تشخیص او په اساسي توګه حل کړي، تر څو سیمه ییز اتصال ته لاره هواره شي. هغه زیاته کړه په یاده شورا کې د سیمه ییز اتصال لوی تصویر او پالیسۍکتل کېږي او بین الوزارتي کمېټه یې تخنیکي چارې سنبالوي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته