امنیت

دکابل ښار دپوليسو په ديارلسمې حوزې دتروريستي بريد دشنډولو لپاره هڅې دوام لري .

کابل باختر د ثور نولسمه :
  دکابل ښار دپوليسو په ديارلسمې حوزې دتروريستي بريد دشڼډولو لپاره دامنيتي ځواکونو هڅې دوام لري .
يوه ځانمرګي بريدګر نن له غرمې مخکې په يولسو بجو  او ديرشو دقيقو  ځان دکابل ښار دديارلسمې  حوزې دديوال په وړاندې وچاوه چې حورې ته دنورو يرغلګرو دننوتو لپاره لاره پرانسته خو يرغلګر حوزې ته په ننوتو بريالي نه شول
دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانکزي دکابل ښار دپوليسو ديارلسمې  حوزې ته څيرمه ځانمرګي بريد تاييد کړ .
دى وايي چې کومکي ځواکونه ساحې  ته استول شوي دي  .
ده ددغې پيښې په اړوند دزياتو جزئياتو  له وړاندې کولو څخه ډډه وکړه .
عيني شاهدان وايي چې يرغلګر د واده په دوو سالونونوکې چې دپوليسو ديارلسمه  حوزه يې تر اغېزلاندې ده پت شوي دي اوپه وقفوي ډول ډزې کوي .
عيني شاهدان وايي چې ديارلسمې حوزې ته څيرمه چاودنه د سرزيان هم اړولى دى خو دقيق شمير يې معلوم نه دى دپيښې جزئيات وروسته خپريږي .
  ختم_عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته