امنیت

دطالبانو دوه پوځي مسوولان په بدخشان کې ووژل شول .

کابل / دتلې ١٥مه /باختر :
دبدخشان سيمه ييز مسوولين وايي چې ددغه ولايت په وردوج ولسوالۍ کې دطالبانو دوه جګپوړي قوماندانان تېره شپه په هوايي عملياتو کې ووژل شول
دبدخشان دوالي مطبوعاتي دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره وويل چې دطالبانو پوځي مسوول برکت الله ارشد دبدخشان په بهارک ولسوالۍکې او يوبل مسوول مولوي  محمد داود خالد په شهدا ولسوالۍ کې  دپوځيانو په هوايي بريد کې ووژل شول .
په دې بريد کې يوشمېر وسله وال طالبان هم ټپيان شول .
ختم_ عطاالله_ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته