فرهنګ

دواټونو دنومولو کميسيون ددغه کميسيون دمقررې دطرحې په باب خبرې وکړې

-کابل باختر د لړم اوومه :
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسرپرستې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي  په مشرۍ  دواټونو دنومولو دکميسيون غونډه نن جوړه شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  ددغې غونډې په پيل کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دتقنين او پاليسى دچارو سلاکار  دلاور نذير زوى دواټونو او څلور لارو دنومولو دمقررې  دطرحې په اړوند معلومات وړاندې کړل  او په ترڅ کې يې  دکميسيون  غړو  خپلې نظريې او پيشنهادونه وړاندې کړل .
  دغه راز په دې غونډه کې  دواټونو دنومولو  دڅلورومواردو په باب هم  غور وشو او  دکميسيون دغړو له خوا لازمې  پريکړې وشوې .
  دغه راز  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې  دکميسيون دکار  دبهير  دګړنديتوب په خاطر  دکميسيون له غړو څخه وغوښتل چې زياتې  هلې ځلې وکړي  او په منظم ډول دې  په غوڼډو کې ګډون  وګړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته