ټولنه

په لغمان کې له جګړې ځپلو کورنيو سره مرسته

کابل باخترد لړم د مياشتې  ١٤ :    
په لغمان ولايت کې له لسګونو جګړې ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه.
دغه کورنۍ دلغمان او ننګرهار  دولايتونو له ځينو سيمو څخه دطالبانو دفعاليت  او سختو جګړو له امله دخپلو کورونو پريښودو  ته اړې شوې او دمهترلام ښار په ځينو سيموکې ځاى پرځاى شوې دي.
په دې دوره کې له لسګونو جګړې ځپلو کورنيو سره دخوراکي او غيرخوراکي  توکو مرسته شوې ده .
د لغمان والي عبدالجبارنعيمي د مرستې د دغو توکو د ويشلو په وخت کې له مرستندويو بنسټونو څخه وغوښتل چې له جګړې ځپلو او له پاکستان څخه له راستنوشويوکورنيو سره دې په دغه ولايت کې خپلې مرستې زياتې کړي.
ده ژمنه وکړه چې له جګړې ځپلواوله پاکستان څخه له راستنوشويوکورنيو سره به د مرستو بهير دوام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته