ټولنه

دولسي جرګې په انتخاباتو کې دهراتي ښځو پراخ ګډون

کابل باختر د  تلي اته ويشتمه :
  په هرات کې ښځې په بې سارې  ډول دولسي جرګې په انتخاباتو کې ګډون کړي دي .په داسې حال کې چې  په افغانستان کې دراي ورکولوبهير دوام لري .
دراي صندوقونو ته دزياتو ښځو ورتګ مخ په زياتيدو دى .
دهرات ښار اوسيدونکى  نجما چې له خپلو دريو خويندو او له خپلو نورو خپلوانو سره  دراي ورکولو مرکز ته تللې وه وايي خوشحاله دى چې دخپل نظر وړ نوماند ته يې رايه ورکړې ده .
  دى وايي   دښار په ګوټ ګوټ کې دامنيتي ځواکونوشتون  راي ورکوونکو ته جرئت ورکړى دى .
دهرات ښار يوه بله اوسيدونکى  فريبا وايي چې په دې انتخاباتو کې  دهراتي ښځو ګډون زيات شوى دى .
دې وويل چې په افغانستان کې ښځې په بېلابېلو برخو کې دخپل ګډون په زياتوالي سره ځلانده  راتلونکي  به ولري .
په هرات ولايت کې  دباختراژانس  خبريالې  مرضيه ابراهيمي  وايي چې دراي ورکونې  په مرکزونو کې هره شيبه  دښځينه راي ورکوونکو شمير زياتيږي .
  ختم- ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته