سیاست

جمهوررئیس غني د امریکا د پوځ‎ د مرکزي قومندانۍ له قومندان سره وکتل

کابل باختر د ثور يو ويشتمه : د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د امریکا د متحدوایالتونو د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جوزف ووټل پرون ماسپښین په ګلخانې ماڼۍ کې خپل حضور ته ومانه. دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ. په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د متحدوایالتونو په سټراټيژۍ له تروریزم سره په مبارزې، په امنیتي او دفاعي سکتورونو کې د اصلاحاتو په بهیر او د راروانو ټاکنو د امنیت په اړه هر اړخیز بحث او خبرې وکړې. جنرال ووټل، په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې د اصلاحاتو په لړ کې د حکومت لاسته راوړنې وستایلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې په لا زیاتو همکاریو د ټینګار تر څنګ ډاډ ورکړ چې د امریکا دولت به د افغانستان له دولت او خلکو سره ولاړ پاتې شي. پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته