ټولنه

په پروان کې يوزرو پنځه سوه کورنيو دخوراکي توکو مرسته ترلاسه کړه .

کابل باختر دسلواغې  اتمه :
په پروان ولايت کې په يو زرو پنځه سوه بې وزلو کورنيو خوراکي توکي وويشل شول
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، دغه مرستې دسعودي عربستان دنړيوالې  پراختيا او پرمختيا دخيريه بنسټ له لوري د جبل السراج او بګرام په ولسواليو کې دشهيدانو په پاتې کسانو او په بې وزلو کورنيو وويشل شوې .
  دپروان ولايت  يوه سيمه ئيز مسوول وايي چې په دغو مرستو کې  دخوراکي توکو څلور ويشت کيلويي انډې شته  چې په بګرام کې  دمهاجرينو په ښارګوټي کې په بې وزلو کورنيو او دجبل السراج  په ولسوالۍ کې دشهيدانو په پاتې کسانو وويشل شوې .
دپروان والي  فضل الدين عيار  په دغه ولايت کې  اړو کسانوسره ددغه بنسټ  دمرستو له امله قدرداني وکړه اوددغه بنسټ په زياتو مرستو باندې يې ټينګار وکړ .
دسعودي عربستان دمرستندوى بنسټ مسوول وويل چې دوى په پروان ولايت کې دطبيعي  پيښو له امله زيانمنوشويو کسانو او دشهيدانو پاتې کسانو ته دزياتې مرستې درسولو  په لټه کې دي .   ختم- عطاالله – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته