امنیت

عاجل خبر // په کابل ښار کې دچاودنې له اامله څلور تنه شهيدان او شپږ تنه نور ټپيان شول

-کابل باختر د مرغومي اوومه :
په هغې چاودنه کې چې نن  دکابل ښار په شپږمې ناحيې پورې اړوند  پل سوخته ته څيرمه په قلعه ناظر سيمه کې  وشوه  ، څلور تنه شهيدان او شپږ تنه نور ټپيان شول .
  د کورنيو چارو وزارت  دوياند ددفتر سرپرست  نجيب الله دانش  رسنيو ته وويل  په دې پيښه کې چې  دکابل ښار په شپږمې ناحيې پورې اړوند  قلعه ناظر سيمه کې وشوه  زموږ يوشمير هېوادوال شهيدان او يوشمير نور هم ټپيان شوي دي .
  ده زياته کړه چې تراوسه پورې  ددغه بريد هدف معلوم نه دى  خو په دې ساحه کې  خصوصي بنسټونه  او  د خصوصي رسنۍ يو دفتر هم  شتون لري .
  دغه راز  دعامې روغتيا وزارت  دخپرونو مسوول  محمد اسمعيل کاووسي وويل  چې تراوسه پورې  څلور  شهيدان  او شپږ ټپيان له دغې پيښې څخه  روغتونونو ته ليږدول شوي دي .
  ده څرګنده کړه چې ددغې پيښې  له امله  دشهيدانو او ټپيانو  ددقيق شمير په باب  زيات جزئيات به وروسته  وړاندې شي .
  په همدې حال کې  داستقلال روغتون رييس داکتر صابر نصيب  رسنيو ته ويلي دي  چې تراوسه پورې له دغې پيښې څخه  څلور  شهيدان او اتلس تنه ټپيان  دغه روغتون ته ليږدول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته