سیاست

دبهرنيو چارو وزارت په افغانستان دپاکستان دراکټي بريدونوپه باب ددغه هېواد دڅرګندونو غوښتنه وکړه

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٣٠ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت په کابل کې دپاکستان داسلامي جمهوريت سفير احضار کړ.
دباخترآژانس دخبرله مخې :  دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين اوسرپرست   حکمت خليل کرزي پرون  دپاکستان داسلامي جمهوريت سفير ابرارحسين  دبهرنيو چارو وزارت ته احضار کړ .
دبهرنيو چارو وزارت  سياسي معين  اوسرپرست   دهغو تلفاتو له امله چې  دپاکستان دسند ايالت دصوفيانو  په زيارت  دځانمرګي بريد له امله  رامنځته شوې ده دخپلې ډاډګيرنې مراتب څرګند کړل او ويې  ويل  چې دافغانستان  خلک دتروريزم  داصلي قربانيانوپه توګه ددغو خلکو په درد ډير ښه پوهيږي ځکه دافغانستان خلک  هره ورځ  دلسګونو تروريستي او راکټي  بريدونو  چې دډيورند کرښې اخوا طرحه کيږي ، شاهدان دي.
دافغانستان دولت  دهغو تروريستي ډلو پرخلاف  دپاکستان ددولت دغوڅو او جدي اقداماتو غوښتنه کوي چي په دغه هېواد کې پټ شوي دي.
دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين اوسرپرست  دننګرهار ولايت دلعل پورې په سيمه او دافغانستان د ختيځ په نورو سيمو دپاکستاني ځواکونو دتوپونو وروستي بريدونه چې تيره شپه ترسره شول او د يخيني په دې موسم کې دملکي  کسانو دبيځايه کيدو سبب شول  غندي اوپه دې برخه کې دڅرګندونو غوښتنه کوي.
ده دغه راز  دپاکستان داسلام اباد او راولپنډۍ  په ښارونو کې ديوسلو پنځوسو تنو افغان اتباعو  دنيول کيدو او دخلکو او افغان سوداګرو په وړاندې دتورخم  او چمن  ددروازو دتړل کيدو په اړوند څرګنده کړه  او دافغان اتباعو دخوشې کولو  او ددغو دروازو دبيا پرانيستلو غوښتنه وکړه.
په کابل کې دپاکستان داسلامي جمهوريت سفيروويل  چې دغه مراتب  به دخپل متبوع هېواد له لوړ رتبه مقامات سره شريک کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته