ښوونه او روزنه

جمهور رئیس غني د غزني پوهنتون له استادانو او ښوونکو سره وکتل

کابل باختر د تلې ٦ مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون د غزني ولایت د پوهنتون له استادانو او د ښوونځیو له ښوونکو سره وکتل. د جمهور رېيس د وياند دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ، په دې کتنه کې د پوهنتون اوښوونځیو استادانو د پوهنتون د زیربناو او ماسټر پلان د ترتیب، د ناامنه ولسوالیو زده کوونکو ته د لیلې د برابرولو، ممتازو زده کوونکو ته د بورسونو د ورکړې، د ښوونځیو د ودانیو د کمبود، د معارف د تشکیل د کموالي، ښوونکو ته د ځمکې د وېش او د خصوصي تحصیلي بنسټونو د مالیې کمولو په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهور رئیس سره شریک کړل. جمهور رئیس غني د پوهنتون د استادانو او ښوونکو د کوښښونو مننه وکړه ويې ویل: غزنی ځلانده علمي او فرهنګي تاریخ لري، په ټول هېواد کې د ښوونځیو د ودانیو د جوړولو لپاره بودجه په پام کې نیول شوې او د څرګند مهال وېش په اساس دا ښوونځي جوړېږي او همدارنګه د پوهنې وزارت تشکیل راتلونکی کال د اړتیاو په اساس زیاتېږي. جمهور رئیس دېته په اشارې چې د هېواد معارف کې به اساسي بدلونونه راشي وویل، د هېواد ښوونځي انټرنیټ سره وصلېږي، چې له لیرې ځایه د تدریس زمینه برابره شي او هند به انلاین لابراتوارونو سره د ښوونځیو وصلولو کې همکاري وکړي. هغه زیاته کړه، د غزني پوهنتون ماسټر پلان په معیاري شکل ترتیبېږي او د پوهنتونونو د مالیو د کموالي په اړه به مالیې وزارت سره خبرې وشي. جمهور رئیس زیاته کړه، خصوصي د لوړو زده کړو بنسټونه باید خپلې تدریسي رشتې د ټولنې د اړتیاو په اساس عیارې کړي. جمهور رئیس د ښار جوړولو او کلیو پراختیا وزارتونو ته لارښوونه وکړه چې د ښوونکو د ښارګوټي موضوع په جدي ډول تعقیب کړي او زیاته یې کړه چې،د محصلینو لپاره لیلیه به د بنایي تصدۍ له لارې جوړه شي. جمهور رئیس د برېښنا ادارې ته لارښوونه وکړه چې، د برېښنا انرژۍ ستونزه په پوهنتونونو کې حل شي او ويې ویل: د محصلینو د ټرانسپورټ ستونزه هم باید حل شي. هغه د غزني والي ته لارښوونه وکړه چې، د پوهنتونونو او ښوونځیو د تحصیلي پارک لپاره ساحې مشخصې کړي. پاى عطاء الله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته