سیاست

محمدکريم خليلي په کابل کې د استراليا له سفير سره وکتل

کابل باختر د لړم  دولسمه :
په کابل کې د استراليا سفيرنن له غرمې وروسته دجمهور رييس له دويم مرستيال محمدکريم خليلي سره وکتل او دعلاقې وړ موضوعګانو په باب يې خبرې اترې وکړې.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: دکتنې په پيل کې په کابل کې د استراليا سفير جان فليپ افغانستان ته ددغه هيواد دصدراعظم  وروستى سفر ته په اشارې سره څرګنده کړه چې د ارزګان ولايت ته داستراليا  دصدراعظم او کابل ته ددغه هيواد ددفاع دوزير دسفر هدف دافغانستان خلکو ته  د مرستو لپاره د استراليا د دولت د ژمنو نوى کول دى.
ده دافغانستان له خلکو سره دخپل متبوع هيواد دمرستو د دوام ډاډ ورکړ او ويې ويل چې د استراليا دولت د امنيتي مسووليتونو د ليږدونې دبهير او دغه راز په افغانستان کې دشفافو، عادلانه  او سراسري انتخاباتو د ترسره کولو ملاتړ کوي .  د استراليا سفيرپه نړۍ کې د مهاجرت او پناه غوښتنې د زياتوالى بهير ته په پاملرنې سره څرګنده کړه چې دغه هيواد اوس هم هغو مهاجرينوله دې جملې څخه  افغان مهاجرينو ته به چې له قانوني لارې استراليا ته راشي؛ پناه ورکړي . 
وروسته دجمهور رييس مرستيال محمدکريم خليلي د استراليا د دولت د همکاريو او په افغانستان کې له تروريزم سره د جګړې او مبارزې په لاره کې د دغه هيواد دځواکونو دشتون او دبيا رغاونې په بهيرکې ددغه هيواد دمرستو له امله قدرداني وکړه  او څرګنده يې کړه چې دافغانستان خلک په خپل همت او د نړيوالو همکارانو په مرسته به په احتمالي چلنجونوهم بريالي شي.
دجمهور رييس مرستيال ددغي ټکي په بيانولو سره چې دافغانستان دولت اوخلک به  خپل نننى دوستان سبا هم هير نه کړي؛ د زياتو افغان مهاجرو د پناه ورکولو په لاره کې د استراليا د دولت دهمکارۍ له امله مننه وکړه او هيله يې وکړه  چې په دغه هيوادکې د افغان مهاجرينو د منلو بهير داسې وي چې له اندازې څخه زيات دمهاجرينو د لا لهاندى سبب نه شي .
ده دجمهوري رياست د انتخاباتو دترسره کولو په باب وويل چې په هيوادکې د سياسي واکمنۍ د ليږدونې لپاره بل هيڅ بديل نشته اودانتخاباتو دترسره کولو لپاره دافغانستان د دولت تصميم نه راستنيدونکى دى.
دجمهور رييس مرستيال دانتخاباتو دبهير او د دغه بهير د امنيت په تامينولوکې دامنيتي ځواکونو د تيارۍ په لاره کې د کارونو دپرمختګ له امله خوښي څرګنده کړه او دانتخاباتي شکايتونو دخپلواک کميسيون له خوا د شکايتونو څيړنه  يې يو لوړ او تاريخي ګام وباله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته