سیاست

جمهور رئیس غني د سریلانکا له جمهور رئیس سره وکتل

کابل باختر  د ليندي پنځمه
د افغانستان جمهور رئیس تير ماښام د سریلانکا له جمهور رئیس ښاغلي مهیندرا راجا پاکسا سره د نیپال په پلازمېنه کتماندو کې وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.

په دې کتنه کې دواړو لورو په بېلابېلو برخوکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په باب بحث او خبرې وکړې.
  د سریلانکا جمهور رئیس په خپل هېواد کې د سولې د ټینګښت په برخه کې خپلې تجربې له جمهور رئیس غني سره شریکې کړې، وې ویل چې د سریلانکا خلک دیرش کلنې جګړې وکړول او موږ له دې اړخه د افغانستان د خلکو ستونزې درک کوو.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د روزنې، روغتیا او د کلیو د پراختیا په برخوکې د سریلانکار تجربې د افغانستان لپاره ګټورې وبللې، وې ویل، موږ هیله لرو چې په دغو برخوکې د دوست هېواد سریلانکا ګټورې تجربې له افغانستان سره شریکې کړای شي.
جمهور رئیس غني د سریلانکا ټولنیزه پالیسي، اقتصادي وده او بشري انکشاف د دغه هېواد د پرمختګ ښې بېلګې وبللې، وې ویل چې افغانستان غواړي د سریلانکا له دغو تجربو څخه هم د روغتیا او تعلیم په برخوکې د اصلاحاتو د راوستلو لپاره  استفاده وکړي.
ده د حرفوي زده کړو مسئله د کار د رامنځته کېدو لپاره مهمه وبلله، وې ویل چې دغه برخه هم کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ یوه ګډه نقطه و اوسي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته