امنیت

په پروان کې د ١٤ بوريو چاوديدونکو توکو ضبط

کابل باختر د غبرګولي پنځلسمه : په پروان ولايت کې پرون ١٤بورى چاوديدونکي توکي کشف اوضبط شول . دباختراژانس دخبرله مخې، دپروان ولايت امنيتي منسوبان وايي چې ددغه ولايت دسيدخيلو دولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ له تروريزم سره دمبارزې پوليسو ديولړ عملياتو په بهير کې ددغې ولسوالۍ د انچوى دکلي داستوګنې په يوه کور کې څوارلس بورى امونيم نايتريت ډوله چاوديدونکي توکي کشف اوضبط کړل . دار اچوونکو غوښتل چې له دغو چاوديدونکو توکو څخه دبوشکه يي بمونو او ماينونو په جوړولو کې کار واخلي . ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته