روغتیا

شپږ ټنه درمل او خوراکي توکي له منځه يوړل شول .

کابل باختر د وري شپږمه :
شپږ ټنه بې کيفته درمل او خوراکي توکي پرون  په خوست ولايت کې له منځه يوړل شول .
د باختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دغه بې کيفته اوتيرتاريخ درمل  او خوراکي توکي  څو مياشتې مخکې  د موظف هئيت له خوا د خوست ولايت د مرکز او د اړوندو ولسواليو له درملتونونو او هټيوڅخه راټول کړى شوي و . د خوست والي  حکم  خان  حبيبي  او د دغه ولايت نور مسوولين  د دغو تېرتاريخ درملو او خوراکي توکو د سوځولو په بهير کې دبې کيفته او تيرتاريخ  درملو او خوراکي توکو د وړاندې کولو د مخنيوي په لاره کې  د چارو د مسوولينو د فعاليتونو  په دوام ټينګار وکړ .  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته