امنیت

دتالقانو =فيض اباد په لويه لاره کې امنيتي ګواښونه لرې شول .

کابل باختر دليندى  نهمه :
په بدخشان ولايت کې  دپامير دشلمې فرقې  ددويمې پلې لوا  قوماندان وايي  چې ددغه ولايت  دتګاب په ولسوالۍ کې دمخالفينو  پوځي شتون  دګاونډيو ولسواليو  او د تالقانو- کشم  دلوى لارې امنيت  ګواښاوه .
  په همدې خاطر يې  هلې ځلې وکړې  په دغې ولسوالۍ کې عمليات  ترسره کړي  .  چې له دغه تګلوري  څخه ګواښونه لرې شي .
  په بدخشان کې دپامير  دشلمې فرقې  ددويمې  پلې لوا  قوماندان بريدجنرال سخي داد  کفتان  دباختراژانس خبريال ته وويل چې دتګاب ولسوالۍ  په مربوطاتو کې  دعملياتو له ترسره کيدو وروسته  اوس  ددغې ولسوالۍ  ناامنې ساحې ددولت  دوسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکې شوې  دي او دتالقانو – کشم  په لويه لاره کې ګواښونه هم له منځه تللي دي .
   ده زياته کړه په تګاب کې دپنځه ورځنيو پوځي عملياتوپه بهير کې پنځه څلويښت کلي دوسله والو مخالفينو له شتون څخه پاک شوي دي .
دشلمې پلې فرقې  ددويمې لوا  دقوماندان دڅرګندونوله مخې ، په بدخشان کې دپوځي عملياتو دترسره کولو لپاره  مناسب فرصت  شته  او هغوى  ددغه ولايت  دنورو  ناامنو سيمو دپاکولو لپاره  پروګرام جوړوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته