اقتصاد

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د سوداګریزو چارو مرستیالې په کار پیل وکړ

کابل باخترد غبرګولي  اوومه
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د سوداګریزو چارو مرستیاله، کامله صدیقي د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي له لوري ددې وزارت رهبرۍ او کارکوونکو ته ور وپېژندل شوه.
کامله صدیقي تر دې وړاندې د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي ریاست کې د مالي او اداري مرستیالې په توګه دنده ترسره کوله.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي په دې مراسمو کې، په تېرو دوه نیمو کلونو کې د جمهوري ریاست په چارو اداره کې د مېرمن صدیقي کار‌کړنې او فعالیتونه وستایل.
رحیمي زیاته کړه، چې هیله لري په سوداګرۍ او صنایعو وزارت کې د مېرمن صدیقي په ګمارنې سره، د سوداګرۍ په بېلانس کې د مثبتو تغیراتو شاهد واوسي او د افغانستان د سوداګرۍ دستګاه تر دې زیاته په حرکت راشي.
همدا راز د سوداګرۍ او صنایعو وزیر، همایون رسا څرګنده کړه، چې مېرمن صدیقي د سوداګرۍ په برخه کې له یوې لسیزې زیاته تجربه لري او له دغو تجربو او علمي پوهې په استفادې کولای شي اغېزناکه واقع شي.
په همدې حال کې مېرمن صدیقي وویل، چې په افغانستان کې له سوداګریزو ستونزو او فرصتونو خبره ده او له خپلو تجربو په استفادې به ددې ستونزو په له منځه وړو کې هڅه وکړي.
د سوداګرۍ او صنایع وزارت مرستیالې همدا راز زیاته کړه، چې د دندې د صلاحیتونو په چوکاټ کې به هڅه وکړي، افغانستان له یوه مصرفي هېواد څخه په تولیدي بدل کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته