امنیت

څه د پاسه يو زرو پنځه سوه کيلو ګرامه نشه يي توکي د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي

کابلباختر دسنبلي٣
د روان کال په بهيرکې په فراه ولايت کې څه دپاسه يوزرو پنځه سوه کيلو ګرامه نشه يي توکي د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
ددغې موضوع په اړوند اتلس تنه چې ويل کيږي د نشه يي توکو قاچاق وړونکي دي؛ نيول شوي دي.
دفراه ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى فواد عسکري باخترآژانس ته وويل: د دغه ولايت له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو په روان کال کې څه دپاسه يو زرو پنځه سوه کيلو ګرامه نشه يي توکي کشف اوضبط کړي دي.
عسکري زياته کړه: دوى په دې بريالي شوي دي چې اتلس تنه حرفوي قاچاق وړونکي د نشه يي توکو د قاچاقوپه تور وپيژني او ويې نيسي.
فواد عسکري څرګنده کړه چې نيول شوي کسان د دوى د دوسيو دڅيړنې لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپيژندل شوي دي.
دغه راز په روان کال کې د يولړعملياتو په بهيرکې په څه د پاسه دوه زره جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار اړول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته