امنیت

دبګراميو په ساحه کې دماين دچاودنې له امله دوه تنه ووژل شول .

کابل باختر دوري درې ويشتمه :
دپوهنې وزارت مقاماتو تاييد کړه چې دکابل  ولايت دبګراميو ولسوالۍ دکمريو په ساحه کې  ديوې تروريستي  پيښې له امله ددغه وزارت  دوه تنه مامورين شهيدان شوي دي .
دباختراژانس دخبر له مخې، دپوهنې وزارت وياند مجيب  مير داد دباختراژانس خبريال ته وويل: يو کاستر ډوله موټرچې دبګراميو له ولسوالۍ څخه  کابل ښار ته روان و  ،  ددغې ولسوالۍ دکمريو په ساحه کې  په سړک کې په يوه ښخ کړى شوي ماين وخوت .
په دې موټر کې چې په قراردادي ډول يې کار کاوه  دپوهنې وزارت شل تنه مامورين سپاره وو .
په دې پيښه کې دپوهنې وزارت دوه تنه  مامورين شهيدان او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي .
دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو د تحقيقاتو رييس اجمل عبيدي هم دکمريو په ساحه کې چاودنه تاييد کړه او هغه يې په واټ کې  د ښخ کړى شوي ماين دچاودنې زيږنده وبلله .
دى په دې پيښه کې ديوتن شهادت او دشپږو تنو نورو دټپي کيدو خبره کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته