کابل باختر دوري درې ويشتمه :
دپوهنې وزارت مقاماتو تاييد کړه چې دکابل ولايت دبګراميو ولسوالۍ دکمريو په ساحه کې ديوې تروريستي پيښې له امله ددغه وزارت دوه تنه مامورين شهيدان شوي دي .
دباختراژانس دخبر له مخې، دپوهنې وزارت وياند مجيب مير داد دباختراژانس خبريال ته وويل: يو کاستر ډوله موټرچې دبګراميو له ولسوالۍ څخه کابل ښار ته روان و ، ددغې ولسوالۍ دکمريو په ساحه کې په سړک کې په يوه ښخ کړى شوي ماين وخوت .
په دې موټر کې چې په قراردادي ډول يې کار کاوه دپوهنې وزارت شل تنه مامورين سپاره وو .
په دې پيښه کې دپوهنې وزارت دوه تنه مامورين شهيدان او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي .
دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو د تحقيقاتو رييس اجمل عبيدي هم دکمريو په ساحه کې چاودنه تاييد کړه او هغه يې په واټ کې د ښخ کړى شوي ماين دچاودنې زيږنده وبلله .
دى په دې پيښه کې ديوتن شهادت او دشپږو تنو نورو دټپي کيدو خبره کوي .
0 1 دقیقه لوستل