کابل باختر دوږي دمياشتې ١٩ :
دوه تنه وسله وال طالبان تيره شپه په قندهار ولايت کې د ملي اردو د ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول .
د ٢٠٥ اتل قول اردو د عامه اړيکو مسوول ډګرمن محسن سلطاني باختر آژانس
ته وويل : دغه عمليات دميوند او ژيړي د ولسواليو په مربوطاتوکې دفتح عملياتو په چوکاټ کې د ملي اردو د ځواکونوله خوا ترسره شول چې له امله يې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول .
د خبرځاى دڅرګندونوله مخې: د دغو عملياتو په بهيرکې د ژيړي ولسوالۍ د غندي غر او د ميوند ولسوالۍ د مياکاريز او ده ميوند سيمې د طالبانوله شتون څخه پاکې شوې او دغه عمليات د طالبانو له شتون څخه د دغو سيمو تر بشپړ پاکـــــــولو پورې دوام کوي
خبرځاى زياته کړه: د دغو عملياتو په بهيرکې دوسله والو طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل هم د ملي اردو د ځواکونو لاسته ورغلي دي.
0 1 دقیقه لوستل