اقتصاد

په قندهارکې ٨٦ پرمختيايي پروژې ګټې اخستنې ته وسپارلې شوې

کابل باختردلړم شپږمه :
په قندهار ولايت کې سيمه ئيزو مقاماتو د دغه ولايت  په ځينو ولسواليو کې د ٨٦ پرمختيايي پروژو د بشپړيدو او له هغوى څخه دګټې اخستنې خبر ورکړ .
په دغو پروژو څه دپاسه ٣٨ مليونه افغانۍ لګيدلې دي چې د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت له خوا د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې عملي شوې دي.
په قندهارکې  د ملي پيوستون  د پروګرام مسوول باختر آژانس ته وويل: دغه پروژې دميوند، خان شين، خاکريز، ارغنداب سپين بولدک، ډنډ، ارغستان، شاه ولي کوټ شورآبک او د سپين بولدک په ولسواليوکې بشپړې او داستفادې وړ ګرځيدلې دي .
په دغو پروژوکې د اوبو لګولو د کانالونو، ټولنيزو مرکزونو، استنادي او محافظوي ديوالونو او د پلګوټو جوړول او د کليوالي سړکونو جوړول او په هغو د کريړ اچول او د څښاک د اوبو د څو څاه ګانو کيندل شامل دي.
خبرځاى وويل چې د دغو پروژو له ښيګڼو څخه د سيمې په سلګونوتنه اوسيدونکي ګټه اخلي.
دملي پيوستون پروګرام په قندهار ولايت کې د خپل فعاليت له پيل څخه تر اوسه پورې ١٨٩٠ ټولګټې پروژې چې د ترانسپورت، د اوبو رسولو دشبکې، بريښنا، کانال، روزنې ، ټولنيزو مرکزونو او د ژوندانه سکتورونه پکې شامليږي؛ عملي کړې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته