کابل باختر دسلواغې ١٠ نيټه :
په هېواد کې د وروستيو تروريستي پيښو د شهيدانو د فاتحې مراسم نن په لوګر ولايت کې پرځاى شول.
د باخترآژانس د خبريال د خبرله مخې ؛ په دې مراسمو کې چې د شهيد عبدالله وردګ په جومات کې د لوګر د والي محمدحليم فدايي ، امنيه قوماندان لوى پاسوال عصمت الله عليزي ، د ملي اردو د څلورمې لوا د قوماندان بريد جنرال عبدالرازق صافي ، د دولتي ادارو د مسوولينو او کارکوونکو او د دغه ولايت د يو زيات شمېر اوسيدونکو په ګډون پرځاى شول ، د قرآن عظيم الشان ختم هم وشو.
د مراسمو برخه والو په هېواد کې د وروستيو پيِښو په تېره بيا دکابل د صدارت د څلور لارې د خونړۍ پيښې د شهيدانو روح ته دعا وکړه.
په دغو مراسمو کې د لوګر والي محمد حليم فدايي د جوماتونو له امامانو څخه وغوښتل چې د دين او هېواد د دښمانو غير ديني او غيرانساني عملونو په وړاندې د جوماتونو د منبرونو له لارې د حق آواز پورته کړي او د ډار اچوونکو فعاليتونه د قرآن عظيم الشان د مبارکو آيتونو او حديثونو په استناد وغندي.
په دغو مراسمو کې د لوګر والي د شهيدانو روح ته د درناوي په مقصد ژمنه وکړه چې د لوګر ولايت د شهيدانو درې زره کورنيو ته به د استوګنې نمرې ووېشي .
دغه راز په دغو مراسمو کې ويناوالو د ډار اچوونکو بريدونو او د خلکو د وژنو په نسبت خپله کرکه څرګنده کړه او د دغه شان ډار اچوونکو بريدونو په وړاندې يې د هېواد د خلکو د امنيت د تامينولو غوښتنه وکړه.
پاى جذ
0 1 دقیقه لوستل