ټولنه

په لوګر کې د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي د له منځه وړلو په باب خبرې وشوې

کابل/ باختر/ دکب دمياشتې ٢٧مه
په لوګر ولايت کې پرون د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي د له منځه وړلو په باب        د ادارو د فعاليتونو، ستونزو او برياليتوبونو په باب خبرې وشوې
د باختر اژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې:
په هغې غونډه کې چې په  همدې مناسبت په پل علم ښارکې جوړه شوه، په لوګرکې د دولتي ادارو او د نورو بنسټونو استازو په دغه ولايت کې د ښځو پر خلاف د تاوتريخوالي د له منځه وړلو په لاره کې د خپلو فعاليتونو، ستونزو او برياليتوبونو په باب معلومات وړاندې کړل.
دوى زياته کړه چې د ديني عالمانو په همکارۍ د اسلام د مبين دين له نظره د ښځې او ميړه د حقوقو د پوهاوي ورکولو په باب په لوګر ولايت کې لنډ مهال روزنيز ورکشاپونه جوړ شوي دي .
په دې غونډه کې د لوګر والي محمد انور خان اسحاق زي وويل: که چېرې داسلام  د مبين دين د لارښوونو له مخې خپل ژوند تنظيم کړو، له کومې ستونزې سره به مخامخ نه شو.
ده زياته  کړه: که چېرې د ټولو ادارو او بنسټونو ترمنځ دباور، اعتماد او صميمت فضا رامنځته شي، کولاى شو په ښه ډول ستر برياليتوبونه ترلاسه کړو.
د لوګر والي زياته کړه چې د ټولنې زياتې ستونزې په بې وزلۍ ، بې سوادۍ او وزګارتيا کې نغښتې دي.
ده له ديني عالمانو او قومي مشرانو څخه وغوښتل چې د خپلو مسووليتونو په پام کې نيولو سره خلکو ته معلومات ورکړي چې له موجودو ناخوالو څخه وژغورل شو.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته