سیاست

قاضي القضات دهند له سفير سره وکتل .

کابل / دليندې ٣مه / باختر :
قاضي القضات اودتسرې محکمې رييس قانونپوه  سيد يوسف حليم نن په کابل کې  دهند جمهوريت له سفير ويني کومار سره وکتل .
باختراژانس  ته دسترې محکمې دخپرونو رياست دمعلوماتو له مخې ، په دې کتنه کې دهندجمهوريت سفير څرګنده کړه چې ددواړودوستو هېوادونو  خلک له يوبل سره ژورې فرهنګي اړيکې اومشترکات لري اودهندوستان دولت ليوال دى چې له افغانستان سره په ټولو  برخوکې دپخوا په شان همکاري وکړي .
هغه زياته کړه چې ددواړو هېوادونو دقضايه قوو  په تېره بيا ددوه اړخيزو همکاريو په ساحه کې اودقضايي تحصيلي  بورسونو په برابرولو کې اړيکو ټينګښت دلومړيتوبونو  له جملې څخه دى او سفارت به په دې برخه کې  اسانوونکى رول ولوبوي .
دهند سفير  دغه راز په هغه قضايي بين المللي  کنفرانس کې چې ټاکل شوې ده د ٢٠٠٢ميلادي کال  په فبروري  کې په ډيلي  کې جوړ شي دافغانستان داسلامي جمهوريت  دقاضي القضات اودسترې محکمې درييس  دګډون په منظور  دهند جمهوريت دقاضي القضات بلنليک، وسپاره وروسته دسترې محکمې  رييس دبلنليک  دلېږلو لپاره دهند جمهوريت له قاضي القضات  څخه په مننې سره زياته کړه چې فرهنګي اوتاريخي مشترکاتو دواړه دوست هېوادونه له اړيکو څخه ښه پړاو ته رسولي دي اوستره محکمه ليواله ده  چې ددواړو هېوادونودقضايه  قوو په کچه  دغه اړيکې زياته  پراختيا ومومي او افغان قاضيان  وکولاى شي دماسترى په کچه  دقضايي بورسونو  او دتجربو دتبادلې  له فرصتونو اوزمينو څخه چې پخوا پرې خبرې شوې دي ګټۀ واخلي
  قاضي القضات دغه راز دنړۍ دقاضي القضاتانو په شلم بين المللي  کنفرانس کې دګډون په وخت کې دهندجمهوريت دمقاماتو له تاوده هرکلي څخه مننه وکړه
دواړو لورو په دې کتنه کې  دعلاقې وړ نورو مسئلو په باب هم خبرې وکړې
ختم-ف_اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته