امنیت

درې ورونه په فارياب کې شهيدان شول

کابل باختر د چنګاښ شپږمه

درې ورونه پرون  دفارياب ولايت په پشتون کوټ ولسوالۍ کې شهيدان شول
دفارياب ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند کريم يورش  باختراژانس ته وويل: دغه درې ورونه  دپشتون کوټ ولسوالۍ د پشته خان دکلي  اوسيدونکي و او دلارې په اوږدو کې دوسله والو کسانو له خوا شهيدان کړى شول .
  ده زياته کړه: دغه درې ورونه  پخوا ددولت په ملاتړ د وګړنيو پاڅون کوونکو ځواکونو په ليکو کې و .
يورش زياته کړه چې دقاتلينو دپلټنې او نيولو لپاره  دپوليسو  څيړنې پيل شوي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته