امنیت

٦ تنه ووژل شول او پنځه ديرش تنه نورټپيان شول

غزني باختر د وري ١٤

د کند  هار _ کا بل په لو يه لار کې نن د يوې ترا فيکي پيښې له ا مله شپږ تنه ووژل شول او پنځه ديرش تنه نور ټپيان شول

دغه پيښه نن له غر مې مخکې د کا بل _ کند هار د لويي لاري دآب بند ولسوالۍ په مر بو طاتو کې له يو باروړونکې موتر سره د٣٠٣ ډوله مسا فر وړونکى موتر دټکر له ا مله را منځته شوه .

ددغې پيښې قربانيان اوټپيان د ٣٠٣ موټر سپر لۍ دى چې غو ښتل يي له کا بل څخه کند هار او هرات ته لاړ شي

دغز ني ولايت د ترافيکو يوه چاروا کي باخترا ژانس ته وويل: چې په دي ترافيکي پيښه کې شپږ تنه ووژل شول او دښځو ماشو ما نو په ګډون پنځه ديرش تنه نورټپيان شوي دي

 ده وويل : چې ټپيان سيمې ته څيرمه يو رو غتيا يي مرکز ته ليږدول شوي دي خو عينى شاهدان وا يي چې په دي پيښه کې ددريو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون څه دپاسه لس تنه وژل شوي دى او څه نا څه څلويشت تنه نور ټپيان شوي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته