امنیت

څلويښت تنه ځواکونه د دښمن له کلابندۍ څخه وژغورل شول.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢
دګډو ځواکونو دځانګړو عملياتو په بهير کې څلويښت تنه افسران او سرتيري چې له يوې مياشتې راپه دې خوا دتخار ولايت په درقد ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو په کلابندۍ کې و، وژغورل شول.
دتخار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند خليل اسير دباختر آژانس خبريال ته وويل : دسرحدي پوليسو او دملي اردو دځواکونو دهغو ګډو عملياتو په بهير کې چې پرون دتخار ولايت دامنيه قوماندان تر قوماندې لاندې دتخار ولايت د درقد ولسوالۍ په قره تپه کلي کې د دولت دوسله والو مخالفينو په پوستو ترسره شول .
وسله والو طالبانو ته دسر دروند زيان واوښت او دغه سيمه دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوه او څلويښت تنه امنيتي ځواکونه چې د طالبانو په کلابندۍ کې و، وژغورل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته