امنیت

دهېواد په ختيځ کې ديولړ چاودنو مخنيوى

کابل باختر/ دوږي10مه
دهېواد په ختيځ کې ديو لړ چاودنو مخه ونيول شوه.
امنيتي مامورانو نن سهار ١٤ماينونه اوبمونه د کونړ، نورستان، لغمان او ننګرهار ولايتونو له ګڼ ميشتو لارو څخه کشف اوشنډکړل.
دهېواد په ختيځ کې دسيلاب قول اردو يوه جګپوړي قوماندان باخترآژانس ته وويل ؛ ددغو ماينونو اوبمونو دښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي او دهغو دعاملانو دپيژندنې اونيولو لپاره هلې ځلې پيل شوي دي .
وسله وال طالبان په افغانستان کې  په واټونو او ګڼ ميشتولارو کې د بمونو او ماينونو د ښخولوعاملان  پيژندل شوي دي  .
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته