سیاست

جمهورريیس غني له ډاکټر زلمي خلیلزاد سره وکتل

کابل/ د سلواغې ٢٧مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني تېر ماښام په المان کې د مونیخ  امنیتي کنفرانس په څنډه کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد سره وکتل.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته ورکړ؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان د سولې په اړه د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو سره د جمهورريیس غني د تېرې ورځې په کتنه کې د مطرح شویو موضوعاتو پر تعقیب ټینګار وکړ.#
پاى / ج

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته