ورزش

دهېواد دکرکټ ملي ټيم دويست انديز له ټيم سره سيالي کوي

کابل / د لړم ٦مه / باختر :
دافغانستان دکرکټ ملي ټيم  ٩ ورځې وروسته دويست انديز له ټيم سره  درې ٥٠ آوريزې سيالۍ کوي.
دهېواد دکرکټ ټيم پرون هند ته ورسېد چې په لازمو تياريو سره دويست انديز پر وړاندې  سيالي وکړي.
دهېواد دکرکټ بورد وياند فريد هوتک باخترآژانس ته وويل ؛  په دې سياليو کې راشد خان د کپتان په توګه ، اصغر افغان ، حضرت الله ځاځى ، رحمت شاه  ، جاويد احمدي ، افسر ځاځى  ، ګلبدين نايب ، محمد نبي ،  نجيب الله ځدران  ، کريم جنت  ، شرفت الدين اشرف ،ابراهيم ځدران ، يمين  احمدزى ، نوين الحق ، اکرام علي خيل  او مجيب الرحمن د ټيم  دغړو په توګه ټاکل شوي دي.
دافغانستان او ويست انديز ترمنځ  ٥٠  آوريزه سيالۍ  دنوامبر دمياشتې په ٦مه  ٧مه  او ١١ مه  او له هغه وروسته  دنوامبر دمياشتې په  ١٤مه ، ١٦مه او  ١٧مه  درې ٢٠ آوريزې سيالۍ د هندوستان دلکنهو په ښارکې ترسره کېږي.
هوتک وويل چې دنوامبر دمياشتې له ٢٧ مې نيټې څخه  ددسمبر دمياشتې تر لومړۍ نيټې پورې به ددواړو ټيمونو ترمنځ ټيست لوبه ترسره شي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته