سیاست

له افغانستان څخه دامريکايي پوځيانو دوتلو دبهير دکمزوري کولو په باب ددغه هيواد دجمهور رييس دتصميم هرکلى وشو .

کابل باختر  دتلي څليرويشتمه :
په افغانستان کې دامريکايي پوځيانو  دساتلو لپاره ددغه هيواد دجمهور رييس بارک اوباما دتصميم له  اعلام وروسته ، دافغانستان  داسلامي جمهوريت جمهوري رياست  ديوې اعلاميې  په خپرولو سره وويل چې دغه تصميم ددواړو جمهورو رييسانوله څو مياشتو پرله پسې خبرو وروسته او ددواړو لورو دمقاماتو دګډ کار او دقيقو څيړنو په نتيجه کې نيول شوى دى .
دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهوري رياست په اعلاميه کې دغه راز ويل شوي دي چې دامريکا دمتحده ايالاتو نوى تصميم کولاى شي  دوسله وال پوځ دزيات ملاتړ ، روزنې اوسمبالولو  او دهغوى  دجنګي ځواکمني دزياتوالي په لاره کې مرسته وکړي .
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست اعلاميه څرګندوي چې  په امنيتي برخه کې دامريکا همکاري  ددواړو هيوادونو ترمنځ دامنيتي قرارداد او دستراتيژيکي همکاريو دموافقه ليک دمندرجاتوله مخې ترسره کيږي .
په همدې حال کې دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس  ډاکتر عبدالله عبدالله په خپل تويتر کې دامريکا دمتحده ايالاتو دجمهور رييس ددغه تصميم هرکلى کړى دى او ليکلي يې دي چې دغه تصميم به دافغانستان دڅه دپاسه يوې لسيزې برياليتوبونو له ساتنې سره مرسته وکړي .
دناتو عمومي منشي ينز ستولتنبرګ هم دامريکا دمتحده ايالاتو د جمهور رييس ددغه تصميم هرکلى وکړ او ويې ويل چې دغه ارزښتناک  تصميم په افغانستان کې دناتو دمتحدينو اوشريکانو ددايمي شتون لپاره زمينه برابروي .
ښاغلي ستولتنبرګ  ويلي دي چې په راتلوونکې  اوونيوکې به دناتو متحدين دغوڅ ماموريت دراتلوونکې لمنې په باب کليدي تصميم ونيسي .
دده دڅرګندونوله مخې په داسې حال کې چې ناتو په افغانستان کې خپل راتلوونکې  شتون څيړي په دې  برخه کې دامريکا ستره ونډه به يومهم فکتور وي .
  له بلې خوا په افغانستان کې دامريکايي پوځيانو قوماندان جان کمپل  هم په افغانستان کې دامريکايي  پوځيانو دشتون ددوام په هرکلى  سره  وويل چې دغه تصميم دامريکا او افغانستان ګډ دښمن ته ديوه خبرداري  په توګه دى چې دافغانستان دروان حکومت اوخلکو  نړيوالې ټولنې  او دهغوى دګډو ارزښتونو پرخلاف يوه باطله  جګړه ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته