فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د لرغونو آثارو پر ساتنې ټينګار وکړ

کابل / د چنګاښ ٨ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د اطلاعاتو او فرهنګ له څلورو ولايتي رييسانو سره په آنلاين ډول ناسته جوړه کړه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې ناسته کې د فراه، دايکنډي، پکتيا او بادغيس د اطلاعاتو او فرهنګ رييسانو د خپلو فعاليتونو او لاسته راوړنو رپوټ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ته وړاندې کړ.
د فرهنګي جشنونو ترسره کول، عامه کتابتونونو ته د کتابونو راټولول او د فرهنګي شخصيتونو ستايل د ولايتونو د اطلاعاتو او فرهنګ د رييسانو له لاسته راوړنو څخه دي.
د ولايتونو د اطلاعاتو او فرهنګ رييسانو په ولايتونو کې د بودجې او تشکيل د زياتوالي او د لرغونو آثارو د ترميم او مرمت کولو غوښتنه وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير د ناستې د جوړولو موخه د ستونزو شريکول وبلل او ويې ويل چې د ولايتونو د اطلاعاتو او فرهنګ رييسان دې هلې ځلې وکړي چې له فرهنګي او ټولنيزو بنسټونو سره ښې اړيکې رامنځته کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست، د ولايتونو د اطلاعاتو او فرهنګ رييسانو ته لارښوونه وکړه چې د لرغونو آثارو په ساتنه او مرمت کولو کې هېڅ راز هڅې و نه سپموي.
پاى / وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته