فرهنګ

پيغام

کابل باختر دکب شپږ ويشتمه
دکب دمياشتې د ٢٧ نيټې ، دخبريال دملي ورځې په مناسبت داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت پيغام .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دکب دمياشتې د ٧ ٢نيټې دخبريال دملي ورځې درناوى کوي او ددغې پرتمنيې ورځې له امله خبريالانو ،رسنيزو فعالانواو کارکوونکو او دافغانستان پتمنو خلکو ته مبارکي وايي .
  دنويو ارزښتونو د رواجولو او دخلکو دپوهې او ظرفيت دودې په لاره کې داطلاع رسونې دحوزې دسنګروالو رشادت او ميړانه  دقدرداني او ستاينې وړ ده موږ په داسې حال کې  دغه پرتمينه  ورځ نمانځو چې نن افغانستان په رسنيزو  برخه کې د هراړخيزو قوانينو خاوند دى اويوه رسنيزه پرانستې او کسرت  پاله فضا تجربه کوي .
دخبريالانو اتلوليو او مبارزو دازادۍ دونې په خړوبولو ، دفرهنګ په لوړتيا ، دپوهاوي په وده او دانساني ارزښتونو په تبيين او تعميم کې جدي اغيزه لري او نن زموږ ټولنه  ددغو سرښندنو په درناوي دهېواد په رسمي  تقويم کې دخبريالانو دملي ورځې په توګه ديوې مشخصې ورځې  ( دکب دمياشتې د ٢٧ نيټې  ) ددرج شاهدان  دي
په افغانستان کې ټوليزو رسنيو په تيرو اتلسو کلونو کې په کمي او کيفي لحاظ  ديادونې وړ وده کړې ده او نن له استثنا  پرته  ټولنې رسنۍ او رسنيز بنسټونه ددې هېواد دځوانانو په واسطه مديريت او رهبري کېږي چې درسنيز مديريت  په برخه کې ديوه پاملرنې  وړ ظرفيت درامنځته کيدو شاهدان هم يو .
  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت رهبري ، دکب دمياشتې د ٢٧نيټې دخبريال دملي ورځې  درارسيدو په پلمه ، يوځل بيا ددغې مهمې ملي ورځې درناوي کوي په هېواد کې ټولو خبريالانو او رسنيزو کارکوونکو ته دبرياليتوب هيله کوي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته