سیاست

دسترې محکمې عالي شورا دپوهاندعبدالسلام عظيمي په مشرۍ غونډه وکړه .

کابل_ باختر دثور دريمه :
دسترې محکمې عالي شورا نن له غرمې مخکې دافغانستان داسلامي جمهوريت دقاضي القضات پوهاندعبدالسلام عظيمي په مشرۍ غونډه وکړه او په اجندا کې نيول شوي موضوعګانې  يې وڅيړلې .
دسترې محکمې دخپرونو رياست باختراژانس ته خبر ورکړ، لومړى دقضايه قوې  دادارې عمومي آمر ډاکترعبدالله عطايي  چې ديو واکمن هيئت  په مشرۍ دفراه ولايت داستيناف  محکمې دحالت دڅيړنې په مقصددغه ولايت ته تللى و ، دهيئت  له خوا ددغه ولايت داستيناف  محکمې دکتنې بهير چې دوروستي ځانمرګي بريد له امله زيانمنه شوې ده اوددغې محکمې ځينې قضايي او اداري منسوبين شهيدان او ټپيان شوي وو اوهم له خلکو اودشهيدانو له کورنيو اوټپيانو سره دکتنو اوخبرو په باب چې دسيمه ئيزو مقاماتو په شتون شوې وې ، څرګندونې وکړې او دهغو تجويزونو په باب يې چې ددغې محکمې دچارو دبيا سمون او تنظيم په لاره کې  نيولي و ، رپوټ وړاندې کړ ، عالي شورا درپوټ په اوريدو سره لارښوونه  وکړه چې داستيناف  محکمې دفعاليت دبيا احيا کولو اودهغې دکدري او تجهيزاتي  اړتياو او ضرورتونو دلرې کولو په مقصد لازم او ضروري اقدامات ترسره شي .
  وروسته دسترې محکمې دقطعي او وروستيو  حکمونو  پرتطبيق  باندې د څارنې  دلوى رياست رپوټ  چې دبګرام له جيل څخه جمهوري رياست دعالي مقام د ١٣٩٢ کال دزمري دمياشتې په  پنځمې نيټې د ٤٥ګڼه فرمان اود ١٣٩٢  کال دسلواغې دمياشتې د ٢٨ نيټې د ١٢٩ ګڼه فرمان له مخې ديو شميربنديانو او محجوزينو  دخلاصون څرګنډوى  و ، واوريدل شو .
   دوړاندې شوي رپوټ له مخې دعدلي اوقضايي ارګانونو دمختلط  هيئت دپخوانۍ څيړنې له مخې  د ١٣٩ تنو بنديانو او محجوزينو د ازادي دسلب دوام دقانون  پرخلاف تشخيص  شوى و ، دوى دلازمو پړاونو له بشپړولو  وروسته دروان کال دوري دمياشتې په ٣١ نيټه داړوندو ارګانونو او درسنيو دواکمنواستازو پر شتون دبګرام له جيل  څخه ازاد شول .
  ورپسې  درسيدلو استهداګانو  دڅيړنې په لاره کې  داجرااتو له پلوه داداري فساد دستراتيژي پر تطبيق باندې دڅارنې  له عالي ادارې سره داداري فساد له امله درامنځته شويو جرمونوپرخلاف دمبارزې دڅارنوالۍ  دالحاق په باب  دعدليې وزارت دقانون جوړولو دچارو دانستيتوت استهدايي  ته په پاملرنې سره څرګنده شوه چې داساسي  قانون د ١٣٤ مادې له حکم سره سم څارنوالي داجرائيه قوې  يوه برخه ده اوپه خپلو اجرااتو کې مستقله ده ، په داسې حال کې چې دڅارنې  عالي اداره دجمهوري رياست دعالي مقام د ١٣٨٨ کال دکب دمياشتې د ٢٧ نيټې له  ٦١ ګڼه فرمان  سره سم دقضايي اوکشفي ضبطه د مرکز په توګه  منل شوې ده له دې ا مله داداري فساد دمسئلو تحقيق او څارنه دلوى څارنوالي صلاحيتونه دي.
دغه راز دقطعي قبالوپه دورا ني فورمو کې د کادستر درول دزياتوالي په باب دقندهارولايت د استيناف محکمې درياست د استهدايي په پام کې نيولو سره څرګنده شوه چې دسترې محکمې دعالى شورا د ١٣٨٩ کال دجنګاښ د مياشتې ددوه ويشتمې نيټې ٤٢٩ ګڼه مصوبې دمکلفيت دسندونو ددوراني فورم له لارښود سره سم ،دعقاردبيې ،مساحت او کيفيت په باب د مخورو کسانو نظر لازمي شرط بلل شوى دى او هم دځمکه والۍ دچارو د تنظيم دقانون د مصرحاتو پربنسټ ،ددولتي املاکو په برخه کې دمعلوماتو دوړاندې کولو واکمنه اداره هماغه دجيوديزي او کارتوګرافۍ د لوى ادارې د کادسترڅانګه اوپه دې اړوند هيڅ راز ستو نزه نه شته .
دغه راز له وظيفوي صلاحيت څخه د ناوړې استفادې ديوې قضيې په باب دهلمند ولايت دښاري ابتدائيه محکمې دپريکړې په باب دستر درستيز دحقوقو درياست داستهدايي په اړوند چې مرتکب يې په تعطيل بند محکوم شوى دى ، څرګنده شوه که چيرې دقانون دتطبيق په لاره کې دغه شان نقيصه .څرګنده شوي وي ، څارنوالۍ کولاي شي، په دې باب د استيناف غوښتنه وکړي اود قانوني مودې د تيريدو په صورت کې ، دسترې محکمې په ديوان کې دنظر وړ پريکړې دقانونيت دڅرنګوالي په باب  اعتراض  وکړي .
  دغه راز د تشخصيه  احوالو په يوه موضوع کې دبهرنيو چارو وزارت دحقوقي دسک داستهدايي ، دافغانستان بانک دمالي شخړو دحل کولو دکميسيون دتصميمونو دحل کولو دڅرنګوالي په باب  ددغه کميسيون داستهدايي او دتښتونې په قضيو کې دتښتول  شوي دبرخليک  دڅرنګوالي  په باب دکورني اوبهرني امنيت پرخلاف دجرمونو دڅارنوالۍ داستهدايي  په اړوند دنافذو قوانينو  په رڼا کې  لازمې لارښوونې وشوې .
  سربيره پر دې په نننۍ  غونډه کې دبيا کتنې  دپنځو غوښتنو او په مدني او جزايي  قضيو کې دمحکمې دبدلون دشپاړسو غوښتنو څيړنه هم  داجندا يوه برخه وه چې له لازم  غور اوڅيړنې وروسته  په هر مورد کې لازم تصميم ونيول شو
ديوبل خبر له مخې ،  دروان کال دوري دمياشتې په اته ويشتمه نيټه دقضايي  کنترول اوڅارنې  دلوى رياست دموظفينو دهڅو او هاند له امله دهلمند ولايت دګرشک ولسوالۍ دابتداييه  محکمې رييس دبډې  په تور دپنځه سوه زرو افغانيو داخستلو او دهلمند ولايت دملي امنيت درياست په همکارۍ  د دغه ولايت دښاري محکمې دعامه امنيت دديوان محرر دبډې په توګه داتيا زرو پاکستاني کلدارو داخستلو په بهير کې او دغه راز د روان کال دثور دمياشتې په دويمه نيټه  دقاضي القضات او دعالي شورا ددارالانشا دلاسليک او تزوير په مظنونيت دکندز ولايت دوه تنه  اوسيدونکي د سترې محکمې په مقر کې لاس په لاس نيول شوي دي .
قضيې  تر څيړنې لاندې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته