امنیت

په قندهار ولايت کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او لس تنه نور ټپيان شول.

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٢
دقندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې دامنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول اولس تنه نور ټپيان شول .
د قندهار ولايت وياند صميم خپلواک دباختر اژانس خبريال ته وويل : دغه جګړې تيره شپه دامنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ هغه وخت ونښتې چې يوې ډلې وسله والو طالبانو دميوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې دپوليسو پر پوستو بريدونه وکړل چې دهغوى ترمنځ دنښتې سبب شوې.
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې : په دغو نښتو کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او لس تنه نور ټپيان شول.
دخپلواک دڅرګندونو له مخې : ددغو نښتو په بهير کې دوه تنه پوليسان برسيرن ټپيان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته