قندهار باختر د تلې ۱۱ مه
له قندهار ولایت څخه تربولدک او له بولدک څخه تر ښورابک ولسوالیو پورې د عځيدلي سړکونو د رغولو چارې پيل شوې.
ځايي چارواکي وايي: دغه سړکونه ۱۰۳،۵ کیلو متره اوږدوالی لري چې د دریو مېلیاردو ۴۷۸ مېلیونو افغانیو په لګښت به د دوه نیمو کلونو په اوږدو کې جوړ او ګټې اخېستنې ته به وسپارل شي.
د قندهار والي تورن جنرال زلمي وېسا د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې د دغو سړکونو په رغېدو سره به د یادو سیمو د اوسیدونکو ګڼې ستونزې حل شي.
په قندهار ولایت کې په داسې حال کې د مېلیونونو افغانیو په لګښت د سړکونو د رغولو خبر ورکول کېږي چې څو ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ ته غځیدلی پنځه کیلو متره سړک ویجاړ کړ.
مسوولین وايي: دغه سړک چې وسله والو طالبانو ویجاړ کړ لسګونه مېلیونونه افغانۍ لګښت پرې شوی و او عامو خلکو پرې تګ راتګ کاوه .
پای/وصال
0 1 دقیقه لوستل